د چين د موټرو صنعتي ټولنې د نومبر په يوولسمې نېټې خبر ورکړی، چې چين په همدې ورځ د نړۍ لومړی هېواد ګرځيدلی، چې د نوې انرژۍ د موټرو کلنۍ توليدي اندازه يې له لسو ميليونو څخه اوښتې ده.
د اټکل له مخې، دغه اندازه ښايي د روان کال تر پايه له يو سلو شل ميليونو څخه پورته شي.