د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې ختمولو لېوالتیا نهلري. زیلینسکي دا خبرې پرون په یوه راډیويي مرکه کې کړې دي. هغه وایي فکر کوم چې پوتین هيڅ سوله نهغواړي، خو د دې معنی دا نهده چې هغه له ځینو رهبرانو سره کېناستل نهغواړي، ځکه له بهرنیو رهبرانو سره په ناستې سره غواړي د خپلې سیاسي انزوا پر ختمو خبرې وکړي. بلخوا د روسیې ولسمشر تېره ورځ د جرمني له صدراعظم سره ټلیفوني خبرې وکړې او شولڅ وايي، په دغو خبرو کې یې له روسیې په اوکراین کې د روانې جګړې د ختمولو او له اوکراین د روسي سرتېرو د وتلو غوښتنه وکړه. خو نوموړي د پوتین ځواب په اړه څه نه دي ویلي.