د راپورونو له مخې د پاکستان بلوچستان په قلات سیمه کې وسلهوالو د ملېشه ځواک پر یوې پوستې برید کړی، چې ۷ عسکر یې وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي. د یادې سیمې ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې دا برید د جوهان په غزنۍ سیمه کې شوې ده. امنیتي مسوولینو دا نه دي ویلي، چې د امنیتي ځواکونو لهخوا وسله والو ته کوم زیان رسېدلی او کهنه، خو د نوموړي په خبره، په برید کې وژل شوي او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي. د دې برید مسوولیت د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلهوالې ډلې منلی دی.