د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډله نن ورځ ۱۰ بجې د درې اړخیزې لوبلړۍ دویمه لوبه له کوربه متحده عربي امارتو سره ترسره کوي. دغه درې اړخیزه لوبلړۍ د نولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه ترسره کېږي. د درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې چې درې لوبډلې پهکې برخه لري، هره لوبډله یو له بل سره دوهدوه سیالۍ ترسره کوي. د دې سیالیو دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کړي. د ویلو ده چې د اسیا جام سیالۍ د نومبر په ۲۹مه نېټه پیليږي.