رویټرز خبرې اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي ته اجازه ورکړې، چې روسیه کې د امریکا په لرې واټن ویشتونکو توغندیو خپل اهداف په نښه کړي. بلخوا دغه پرېکړه داسې مهال کېږي، چې تر دوو میاشتو به د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته واک سپارل کېږي، خو ټرمپ بیا د اوکراين جګړې په اړه بل لیدلوری لري. رویټرز خبري اژانس لیکلي، امریکا وروسته له هغې د روسیې پر ضد د خپلو لرې واټن وېشتونکو توغندیو کارولو اجازه ورکوي چې څو ورځې وړاندې روسیې له شمالي کوریا سره د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړ. تازه بیا د شمالي کوریا رهبر کیم جون اون خپل پوځ ته د یوې اوږدمهاله جګړې لپاره د چمتووالي امر کړی دی.