د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د وسله والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې اته تنه امنیتي ځواکونه او نهه وسله وال وژل شوي دي. په دغه نښته کې چې څو ساعته یې دوام کړی، ۷ عسکر او شپږ وسله وال ټپيان شوي هم دي. دغه نښتې د تیرا په درې بېلابېلو سیمو کې شوې دي. د پاکستان د پوځ د سرچینو په وینا، دغه عملیات د استخباراتي معلومات پر اساس پلان شوي وو او موخه یې د مهمو وسله والو په نښه کول و. د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښتو زور اخیستی.