افغانستان د دویمې نړیوالې جګړې له پایته رسېدو او د ملګرو ملتونو د سازمان له جوړېدو وروسته د ۱۹۴۶ کال د نوامبر په ۱۹مه د دې سازمان غړی شو. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یوناما نن پر خپله ایکسپاڼه هغه تور او سپین عکس خپور کړی چې د افغانستان د هغه مهال استازی عبدالحسین عزیز د ملګرو ملتونو په مقر کې په داسې حال کې ښيي چې د دې سازمان له چارتر سره د افغانستان د یوځای کېدو سند لاسلیکوي. سویډن او ایسلنډ هم له افغانستان سره په یوه ورځ د ملګروملتونو غړي شول.