د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان زیږیز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له ترکیې سره د ۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. دغه وزارت وایي هڅه کوي له ترکیې سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي. بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې وایي چې ټاکل شوې ده، تر راروانې یوې اونۍ ترکیې د استانبول حلال نندارتون جوړ شي چې د سرپرست حکومت یو پلاوی او سوداګر به هم پکې ګډون وکړي. د دغې خونې د مسوولینو په وینا، په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات د بازارموندنۍ په موخه نندارې ته وړاندې کېږي. د استانبول حلال نندارتون د نړۍ درېیم لوی نندارتون ګڼل کېږي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې د دغه نندارتون په څنډه کې به سوداګریز کنفرانسونه، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ناستې او نور اقتصادي پروګرامونه هم ترسره شي.