د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې اوکراین تېره شپه په براینسک سیمه کې په یو برید کې د امریکا لهخوا چمتو شوي شپږ «اټکمز» راکټونه وکارول. د دې ادعا له مخې روسي ځواکونه توانېدلي دي چې د اوکراین لهخوا پنځه توغول شوي توغندي شنډ کړي. د روسیې د دفاع وزارت منلې چې د دغه هېواد پر یوه پوځي هدف د توغول شويو توغنديو پارچې لګېدلي چې له امله یې اور لګېدلی، خو مرګژوبله نه لري. د روسیې خبري اژانس “آربيکې” د اوکراین د اردو د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې کییف د لومړي ځل لپاره د روسیې په خاوره کې د برید لپاره «اټکمز» راکټونه کارولي چې د اوکراین په جنوب لوېدیځ بریانسک سیمه کې د کراچف ښار سیمې یې په نښه کړي. دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د تېري ۱۰۰۰ ورځې تېرېږي او دا بریدونه لا هم دوام لري.