د دایکنډي ولایت په څلورو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۵۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو ۱۱ شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او ریاست نشراتي مسول رحمت الله وفا ویلي، چې د دغه ولایت په شهرستان، میرامور، اشترلي او پاتو ولسوالیو کې د (اېف. اېچ. اي) موسسې په مالي ملاتړ د ۳۵۲ زره ۲۰۷ ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ۱۱ شبکو د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پروژه کې د نل لیکو او سولري سیسټمونو نصبول، احاطوي دېوال جوړول، د پولي ایتیلین پایپونو غځول او د ۴۰ مجهزو مبروزونو د جوړولو چارې شاملې دي. د مسوولینو په خبره د اوبو رسولو د یادو شبکو په جوړېدو سره به د سیمې خلکو د څښاک اوبو ستونزې حل شي.