په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د ترانسپورت او هوايي چلند له سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده سره کتلي دي. ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې د دوه اړخیزو ټرانزیټي او ترانسپورټي اړیکو پر پراختیا خبرې اترې شوې دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، د ترکیې سفیر ویلي، هڅه کوي چې، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ځکمني ټرانسپورټ د فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.