مالیې وزارت وايي چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرې اونۍ په بهیر کې، هېواد ته د څه باندې ۴۶ زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې ده. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اونۍ په فراه، کندهار، نیمروز، هلمند، هرات او ننګرهار کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي؛ چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه يې افغانستان ته راوړي. په ترلاسه شویو توکو کې ۱۳ زره ۴۲۷ کیلوګرامه مالګه، ۱۱زره ۷۴۴ کیلوګرامه چاکلېټ، څلور زره ۳۸۴ کیلوګرامه طبي درمل، دوه زره ۷۵۱ کیلوګرامه رُب، درې زره ۵۵۰ کیلوګرامه ککاو، دوه زره ۹۶۶ کیلوګرامه ګوړه، ۱۵۴۰ کیلوګرامه مکروني، ۱۱۶۵کیلوګرامه یو وار مصرف لوښي ۳۵ موټرسایکلونه، او ځينې نور توکي شامل دي.