د لوګر د کليو بيارغونې او پراختيا ریاست وايي، چې د خوړو نړۍوال سازمان له لوري د دې ریاست په همکارۍ په خوښۍ ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشل شوي دي. د کلیو او پراختیا ریاست ویاند صبغت الله نایب خېل وایي، چې په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، یو ۵ لیتر غوړي، ۶ کیلو دال او يو شمېر نورو اړين توکي وويشل شول. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د لوګر په يو شمېر سيمو کې ورته مرستې د کليو بيارغونې او پراختيا رياست له لوري ويشل شوې وې.