د احصايې او معلوماتو ادارې د ۱۴۰۳ کال د میزان میاشتې د صادراتو او وارداتو تازه ارقام خپاره کړي، چې له مخې یې د میزان میاشتې په اوږدو کې د هېواد د صادراتو ارزښت ۲۳۴.۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د تېرې سنبلې میاشتې ۱۷۳،۹ میلیونه ډالر په پرتله ۶۱ میلیونه ډالره زیاتوالی ښیي. په ورته وخت کې، د وارداتو مجموعي ارزښت هم له ۹۵۴.۱ میلیونه ډالرو څخه ۱۱۴۰.۹ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی، چې ۱۸۶.۸ میلیونه ډالره زیاتوالی ښیي. د راپور پر بنسټ، ډېر صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو او ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین څخه ترسره شوي دي. د دې بدلونونو پر بنسټ، د افغانستان په اقتصاد کې د صادراتو او وارداتو په برخه کې د پام وړ وده لیدل کېږي.