د ماشومانو نړېوالې ورځې په مناسبت له افغان ماشومانو د ملاتړ په پار خپلې ژمنې له سره تازه کړې او د پوهنې، روغتیا او ساتنې په برخو کې یې له دوی سره په مرستې او همکارۍ ټینګار وکړ. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر نن په خپلې ایکس پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ماشومانو د نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې ماشومان د افغانستان راتلونکی جوړوي، او د افغان ماشومانو پر پالنې او ساتنې یې ټینګار کړی. په خبرپاڼه کې راغلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د «ماشومانو او د هغوی د میندو تر څنګ ولاړه ده.» د ماشومانو نړیواله ورځ هر کال د نومبر په شلمه نمانځل کیږي، او په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د هوساینې او د هغوی له حقونو د ملاتړ په پار خپلې ژمنې تازه کوي، د نړۍ هیوادونه او اړوند مدافع سازمانونه په دې برخه کې مرستې او همکارۍ ته رابولي.