د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي چې د څه باندې ۲۵۹میلیونه ۸۹۵ زره افغانیو په ارزښت؛ د کندهار-هرات لویې لارې اړوند د اتو جوماتونو د جوړولو چارې چې له بېلابېلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوي؛ پیل شوې دي. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کندهار- هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه جوماتونو رغنیزې چارې چې د ټولګټو وزارت له لوري بېلابېلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوي؛ پیل شوې او د هر جومات چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې شي. تر دې وړاندې هم ټولګټو وزارت د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې د شپږو جوماتونو د رغولو چارې پیل کړې وې، چې په ټاکلې موده کې به یې چارې بشپړې شي.