په کابل کې د ازبکستان نوي ګومارل شوي سفیر ایبک عثمانوف د خپل باورلیک کاپي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته وړاندې کړې ده. سرپرست وزیر د ازبکستان نوي سفیر ته هرکلی ویلی او ډاډ یې ورکړی، چې په اړوندو چارو کې به ورسره بشپړه همکاري وکړي. د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې د دواړو هېوادونو فعال سفارتونه د دوو اړخیزو اړیکو د پرمختګ ښه نښه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي. عثمانوف د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وروګلویزې بللي او ژمنه یې کړې، چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.