د میدانوردګ د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالي کې د یوه کس پر څلور سوه زره افغانۍ شخصي لګښت د «طلوع» منځني ښوونځي ته ودانۍ بیاورغوله. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ریيس محمدعثمان حُریت د بهسودو ولسوالي د دغه اوسېدونکي هڅې ستایلي، چې په خپل شخصي لګښت یې منځني ښوونځي ته ودانۍ او درسي ټولګي بیا ورغول. نوموړي په میدانوردګ کې له کورنیو او نړیوالو بنسټونو او ملي سوداګرو وغوښتل چې د دغه ولایت له پوهنې بهیر سره خپلې مرستې ونهسپموي.