د بغلان ولایت د کلیو او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، د دغه ولایت په دوشي او دهنه غوري ولسوالیو کې د محافظوي دېوال او دوه سربندونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د یادو دواړو رغنیز پروژو مالي لګښت د (یو این ډي پي) او د ( اې ډي ډبلیو ایس او) له لوري ورکول کیږي. د یادولو وړ ده، چې د دې پروژو د کار په سره به په یاد ولایت کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمينه برابره شي او دغه راز د محافظوي دېوال او سربندونو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو او موسمي بارانونو له زیانونو څخه خوندي شي.