ایرنا خبري اژانس د ایران د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله په یوه راپور کې ویلي، چې دغه هیواد ته په قانوني توګه د تلونکو افغانانو شمیر زیات شوی او هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه زیات افغانان په قانوني توګه ایران ته سفر کوي. د ایراني چارواکو په خبره دا شمیر افغانان چې په پاسپورت او ویزو باندې دغه هیواد ته ورځي دوی ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. بلخوا ځینې افغان کډوال چې ایران ته تللی په دغه هیواد کې د پولیسو له ناسم چلند او د هغوی له خوا د ځورونو څخه شکایتونه کوي او وايي چې د دغه هیواد د پولیسو چلند د ټولو افغانانو سره که قانوني اسناد ونلري اوکه نه یو ډول دی او هغوی د افغانانو ځورونې ته دوام ورکوي