د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د بېړنۍ څارنې څانګې (ای سي یو) لپاره د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې معیاري ودانۍ د جوړوېدو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په مالي ملاتړ په ۷۵ متره مربع ساحه کې په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي. د یادولو وړ ده، چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ورته ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونه جوړ شوي؛ یا د جوړېدو په حال کې دي، چې په دې سره هېوادوالو ته په روغتیايي برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شوې دي