د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي، چې په هلمند کې د څه باندې ۳۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت، د یو هسوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پيل شوې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د دغه پنځه پوړیز مارکېټ د جوړېدو په مراسمو کې د هلمند عمومي سیندیزې حوزې سرپرست ویلي چې د لقمان حکیم سوداګریز مارکېټ په پنځو پوړونو کې د لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحیه کې د یاد ریاست په ملکیت کې په مشارکتي ډول جوړېږي چې په کې ۴۰ بلاکونه، ۲۷۰ دوکانونه او د وسایطو لپاره مجهز تمځای او یو جومات جوړېدل شامل دي. دغه سوداګریز مارکیټ د ۲۰ کلونو لپاره یاد شرکت ته په مشارکتي ډول په قرارداد ورکړل شوی دی.