د امریکا د سولې انسټیټوټ “د افغانستان اقتصاد څنګه د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو د کمېدو سره ثابت پاتې کېدای شي” تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده. په دغه مقاله کې پر هغو حل لارو خبرې شوي چې لهمخې یې د افغانیو ارزښت له نړۍوالو مرستو وروسته هم ثابت پاتې کېدای شي. د هغو پالیسیو لهمنځه چې د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره وړاندې شوي، پر افغانیو راکړه ورکړه، صادرات او واردات، په افغانیو د ملګرو ملتونو له لوري کارکوونکو ته معاشونه ورکول او د افغانستان بانک له لوري د کورنیو اسعارو (افغانیو) د تدریجي راټيټیدو مدیریت یاد شوي دي.