د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو مدیر، عرفات مهاجر ویلي، چې ځانګړو ځواکونو تورخم ښارګوټي کې، په یوه بار وړونکي موټر کې ۶ زره ٩٤٩ کیلو ګرامه تاریخي اثار، څه باندې ۱۱ سوه کیلو ګرامه تاریخي سکې او له ۱۲ سوو ګرامو زیات ګران بیه ډبرې نیولي، چې پاکستان ته قاچاق کېدې. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د ګڼو تاریخي اثارو او قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.