د مسلکي او تخنيکي ښوونيز پرمختګ نړيوال لیګ د نومبر په ٢١مې نېټې د چین په تيان جين ښار کې جوړ او رسماً پرانيسستل شو.
د دغه نړيوال ليک په پرانيستونکو مراسمو کې د نړۍ د سلو هېوادونو او سيمو سلګونو مېلمنو برخه اخیستې وه او د نړۍ د ۴۳ هېوادونو او سیمو ۶۴ پوهنتونونو، ۱۲ تصدیو او ۱۳ روزنيزو موسسو پکې د دغه ليګ د لومړيو غړیو په توګه ګډون کړی و.
د مسلکي او تخنيکي ښوونيز پرمختګ نړيوال لیګ د نړۍ لومړی سازمان دی، چې د چين په مشرۍ د مسلکي او تخنيکي ښوونیزو همکاريو د پياوړتيا په موخه جوړ شوی او هڅه یې دا ده، چې د مسلکي او تخنيکي ښوونې تر ټولو پراخ، برابر، نمونوي او ټولشموله نړیوال پلاټفورم جوړ کړي.
د دغه سازمان د جوړولو چارې په دوو کالونو کې بشپړې شوې دي.
د چين د نړيوالو ښوونیزو همکاريو ټولنې، چې د دغه سازمان د مقدماتي ډلې د سکرتريت په توګه دنده ترسره کوي، د نومبر په ۲۰ مې د دغه لیګ د غړو لومړۍ عمومي غونډه رابللې وه، چې د دغه ليګ منشور پکې تصويب او د لومړۍ دورې شورا او رئيس پکې ټاکل شوي دي.