د چین دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۲۱ مې نېټې په شپه د برازیل رسمي ليدنه پای ته ورسوله او بېجينګ ته د ستنېدو په لاره کې د تخنيکي اړتياوو له کبله د مراکش په کاسابلانکا ښار کې لنډمهاله تم و او په هوایي ډګر کې ورته د مراکش ولیعهد مولایي حسن او لومړي وزير عزیز اخنوش د پاچا محمد السادس په سپارښتنې هرکلی وکړ.
شي جين پینګ له ولیعهد مولایي حسن سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او مراکش ترمنځ اړيکې ښه پرمختګ کوي او خپلمنځي عملي همکارۍ يې ډېرې لاسته راوړنې لري او په بېلابېلو برخو کې يې راشې درشې ورځ تر بلې زياتېږي. چين غواړي له مراکش سره د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې او د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو لسمې غونډې لاسته راوړنې ښې پلې کړي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې د خپلو عملي همکاريو د لازياتو لاسته راوړنو لپاره ګډې هڅې ورسره وکړي.
همدارنګه شي جين پینګ هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه خپلمنځي پرسونلي او کلتوري تبادلې پراخې کړي، د خپلمنځي دوستۍ د بنسټ په توګه عام افکار ښه وساتي او خپلمنځي ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته لا لوی پرمختګونه ورکړي.