د چين ـ ملګرو ملتونو د سولې او پرمختګ صندوق د لارښوونې کمېټې د نومبر په ۲۱مه نېټه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې ۹مه غونډه تر سره کړه.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د چين حکومت په استازيتوب او د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر مشر کورتني راټراي د ملګرو ملتونو په استازيتوب د نوموړي صندوق د بسپنې تمديد تړون لاسليک کړ چې د چين حکومت به تر ۲۰۳۰م کال پورې ياد صندوق ته بسپنه ورکړي.
فو څونګ ويلي، د چين حکومت د چين ـ ملګرو ملتونو د سولې او پرمختګ صندوق له لارې د سولې او پرمختګ په برخو کې د ۱۶۰ پروژو په پلي کولو سره له ملګرو ملتونو څخه ملاتړ کړی چې له ۱۰۰ څخه زياتو هېوادونو ته يې ګټې رسولې دي.
نوموړي زياته کړه، چې چين د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال اجنډا د هڅونې او د سولې او امنيت په برخو کې د ملګرو ملتونو د مهمو وړانديزونو د پلي کول قوي ملاتړ کړی دی.