د بغلان ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې را وتلو سېلابونو ۵۰ کورونه ویجاړ کړي دي. د مسوولینو په خبره د تېرې شنبې په شپه د دغه ولایت په مرکزي بغلان او دهنهغوري ولسواليو کې سېلابونه راوتلي چې له کبله یې کورونه ویجاړ او کرنیزې ځمکې هم اوبو وړي دي. د یاد ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د دوی د لومړنیو مالوماتو پر بنسټ دغه سېلابونه د مرکزي بغلان او دهنهغوري ولسواليو په کوکچنار، منګلا، حسنتال او فویانو کلیو کې راوتلي دي. د مسوولین زیاتوي، چې د ژغورنې ډلې یې سیمې ته استولې او په خبره یې، سېلابځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.