د دفاع سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي يوشيايونګ او په کابل کې د ياد هېواد له سفير جاو شینګ سره کتلي. دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحداتو، پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې. د سرچينې د مالوماتو له مخې سرپرست وزیر په دغه کتنه کې چین د افغانستان د خلکو لپاره یو ښه ګاونډی او مهم همکار بللی او په اړوندو برخو کې د همکارۍ په اړه يې د دغه وزارت د ژمنتيا ډاډ ورکړی دی.