د غور د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي، چې د یونیسف په مالي مرسته د دغه ولایت په دولینه او تیوره ولسوالیو کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دریو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو شبکو کې د پاکو اوبو دریو ذخیرو جوړول، د (۶۵) شیردهنونو نښلول او د ۹۹۹۷ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي. د مسوولینو په خبره د یادو شبکو د کار په جریان کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د نوموړیو ولسوالیو ۱۱۵۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.