د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په کابل کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو يو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د خبر له مخې دغه بند، چې د کابل په کلکانو ولسوالۍ کې موقعیت لري. د سرچينې د مالوماتو له مخې د اوبو دغه کوچنی بند د ۴۲.۵ متره په اوږدوالي، ۷ متره لوړوالي او ۵۰ متره محافظتي دېوال په در لودلو سره جوړ شوی، چې د ۵۵ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ۲۵۰۰ کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي. د يادولو وړ ده، چې د ياد بند چارې د سرپرست حکومت په مالي لګښت د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې ترسره شوې دي.