د عامې روغتیا وزارت ویاند په یوه ویډيویي پیغام کې ویلي، چې نن د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي. د مالوماتو له مخې دا کمپاین به درې ورځې دوام وکړي او له پنځو کالو کم عمره ۵.۳ میلیونه ماشومان به پکې واکسین شي. د پولیو واکسین کمپاین له دې وړاندې د روان کال په اوږدو کې هم ترسره شوی و؛ خو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو یو بنسټ راپور ورکړی چې سرپرست حکومت کور په کور کمپاین بند کړی دی. په راپور کې راغلي چې سرپرست حکومت په جوماتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین په ورکولو ټینګار کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان په خپله وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په اوږدو کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.