د بدخشان ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د فیض آباد ـ بهارک پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د ځایي امنیتي مسوولینو په خبره دغه ترافیکي پېښه د فیضآباد _بهارک په خواجه عبدالله سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ویډز ډوله موټر له سړک څخه واوښت او د کوکچې سیند ته وغورځېد. د دوی په خبره، په دې پېښه کې د بدخشان د محصلینو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي. دا په دسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم په همدې سیمه کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه د موټر له غورځېدو وروسته سیند ته لوېدلي وو، چې د څلورو کسانو جسدونه تر اوسه نه دي موندل شوي. د یاد ځایي چارواکو د دې ډول پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو غیر معیاري وضعیت او د چلوونکو ګړندی سرعت بلل دی.