د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د ښار په لومړۍ، درېیمه او څلورمه ناحیه کې د سړکونو پخولو چارې بشپړې شوې دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغه سړکونه د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي. د ښاروالۍ مسوولین زیاتوي، چې د سړکونو کیفیت او دوامدارې څارنې ته ځانګړې پاملرنه شوې او له خلکو هم غوښتنه کوي، چې د دغو سړکونو په ساتنه کې د ښاروالۍ له ریاست سره همکاري وکړي. په ورته وخت کې، بلخوا د فراه ولایت اوسېدونکو هم د دغو سړکونو په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له دې وړاندې د سړکونو د خرابوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ و.