د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر له دندې ګوښه کړی او عليرضا بیګدلي یې د ایران د سفیر په توګه معرفي کړی دی. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په افغانستان کې د ایران د سفارت نوي معرفي شوي سرپرست تر دې وړاندې په اذربایجان، قبرس او ترکیه کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده. د ایران د رسنیو په راپورونو کې دغهراز راغلي چې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي پست لغوه شوی او دا مسوولیت به د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې ترسره کېږي. د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه، په افغانستان کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه د عليرضا بیګدلي د ګومارل کېدو په تړاو څه نهدي ویلي.