د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان ریاست له لوري، د نقاشۍ او خطاطۍ هنري آثارو خزاني نندارتون پرون په کابل کې پرانیستل شو. د دغه نندارتون په پرانيستغونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان رییس محمد لعل منیب، وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت په بیا واکمنېدو سره د نورو برخو ترڅنګ؛ هنر او هنرمندانو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې او د دې برخې د لا ځلېدا لپاره هڅې روانې دي. هغه ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ځانګړې توګه د هنرستان ریاست، د هنرمندانو د هنري فعالیتونو بشپړ ملاتړ کوي او له هغوی څخه غواړي چې د هنري فعالیتونو د لا ودې لپاره خپلې مشورې او طرحې له دغه ریاست سره شریکې کړي.