د جهادي ارزښتونو او تاریخ د ژوندي ساتلو په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست جوړ شو. د ياد رياست چارواکو د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر په مشرۍ د دې وزارت د يو شمېر نورو مسوولينو په شتون کې لومړنۍ ناسته وکړه. سرپرست وزیر په دغه ناسته کې وویل چې یاد ریاست به درې مهم فعالیتونه تر سره کوي، چې له سمعي او بصري، جهادي موزیم او مستند تاریخ څخه عبارت دي. د نوموړي په وینا د دغه عمومي ریاست د جهادي موزیم برخه به د انګرېزانو، پخواني شوروي اتحاد او امریکا پر وړاندې د جهاد په ډګر کې پاتې شوي اثار راټول او یوځای کړي. خیرالله خيرخواه د جهادي ارزښتونو د ساتنې رياست مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به خپل ټول امکانات په کار واچوي، څو دغه ریاست ټاکل شویو موخو ته په ښه ډول ورسېږي.