د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دې کتنه کې ترکیې ته د نورالدین عزیزي په سفر، د استانبول نړیوال حلال ۲۰۲۴ نندارتون په پرانیستغونډه کې یې د ګډون او له ترکیي چارواکو سره یې د لیدنو په تړاو خبرې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ عزیزي به د نومبر له ۲۷مې څخه تر ۳۰مې نېټې د ترکیې په رسمي بلنه د استانبول حلال ۲۰۲۴ نندارتون کې ګډون وکړي.