د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایو یونګ سره کتلي دي. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو مسایلو خبرې شوې دي. د چین ځانګړي استازي ویلي، چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري. یوشیایو یونګ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست پر ګډون ټینګار کړی.