د فاریاب ولایت د پاسپورټ آمریت چارواکو په تېرو ۸ میاشتو کې د پاسپورټونو د وېش له درکه د ۱۷۵ میلیونه افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پاسپورت امر سید عمر غفوري ویلي چې یاد امریت په تېرو ۸ میاشتو کې ۳۱ زره پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۱۷۵میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ روانه ده او د ورځې لسګونه کسان د پاسپورټونو د اخیستو لپاره نوم لیکنه کوي.