د نومبر له اتلسمې تر ۲۴مې د مېکروب ضد مقاومت په تړاو د عامه پوهاوي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده او د دغې اونۍ په وروستۍ ورځ عامې روغتیا وزارت هم دغه ورځ ونمانځله. د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رييس په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، له درملو او په ځانګړې توګه له انټي بیوټیکونو ناسمه ګټنه د انسانانو په بدن کې د مکروب د مقاومت لامل کېږي. د نوموړي په وینا، په هېواد کې د تشخیصیه وسایلو د کمښت له امله ډېری ناروغان له حده ډېر له انټي بیوټیکونو استفاده کوي. د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدمتونو ريیس هم په دې مراسمو کې وویل، تر اوسه له انټي بیوټیکونو د ګټنې څرنګوالي ته چندانې پام نه دی شوی او په وینا یې نړۍوال بنسټونه باید له عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ په دې برخه کې ځينې پروتوکولونه رامنځته کړي.