د ننګرهار وادي کرنیز شرکت ویلي، چې د زیتون تېلو پروسس او زیتون اچارو څخه د بوتلونو ډکولو پروسه پیل شوه. دغه شرکت به یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د سږکال په ترڅ کې به د اټکل له مخې شاوخوا ۱۳۰ زره لیتره خالص د زیتونو تېل او ۳۰ ټنه زیتون اچار له دې پروسې ترلاسه شي. د دغه ولایت د سوداګرۍ او بازار موندنې رییس ویلي، چې په راتلونکي کې پلان لري، څو زیتون فابریکه نوره هم ترمیم کړي. د دوی په وینا د احاطه زیاتولو او د نويو عصري ماشینونو نصبول یې هم په پلان کې دي. د مسوولینو په خبره دغه اقدامات به د ننګرهار کانال شرکت د عوايدو کچه لوړه کړي او زیات شمېر هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره کړي