د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې لسګونه زره برېښنايي پېژندپانو د وېشل کېدو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۹ وېش څانګو له لارې ۱۴۳ زره ۸۰۳ هېوادوالو ته پېژندپاڼې وېشلې دي. سرچینې زیاته کړې، چې په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۸ زره او ۹۲۶ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي. د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویلي، چې د هېواد په کچه به ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي او په همدې اساس یې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده.