د لوګر ولایت د مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د ۹۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو شمېر ټولګټو او رغنېزو پروژو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رییس اسماعیل آخندزاده ویلي، چې یادې پروژې د مرکز پُل علم په ګډون محمد آغې او برکي برک ولسوالیو کې د یونیسکو سازمان په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې په کې د ۹ کارېزونو د پاک کارۍ ترڅنګ د اوبو د کنټرول په موخه یو شمېر نورې رغنیزې پروژې هم شاملې دي. د نوموړي په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ۱۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او دغه راز سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابر شي.