د کندهار ولایت د پيښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په نېش ولسوالۍ کې له ۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده. د مسوولینو په خبره دغه نغدي مرسته د (ډي آر سي) موسسې لخوا له ۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د کورونو د ترمیم په موخه ترسره شوې ده. د یاد ولایت د ځایي چارواکو په خبره دغه مرسته په ټولنیزه توګه څه باندې پنځه نیم لکه افغانۍ وه، چې له یادو کورنیو سره د دوی اړتیاو ته په کتو وېشل شوې دي.