د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت ورکړی، چې د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې یې د اوبو رسولو يوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې کړې دي. ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د اوبو رسولو دغه شبکه د يونیسف دفتر په مالي مرسته د سروبي ولسوالۍ په تپه خان کلي کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې په ياده شبکه کې د ۱۷۲۰مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۲۰متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول او د ۴۶ شیردهنونو نښلول شامل دي. سرچينې زياته کړې، چې د یادې شبکې په جوړېدو سره د یاد کلي ۱۰۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.