د دفاع سرپرست وزیر د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ لوړ پوړي روسي پلاوي سره کتلي دي. د ملي دفاع وزارت ویلي، چې پلاوي کې د سرګي شویګو دبیرکل تر څنګ د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي آویرچوک، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په افغانستان کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف ګډون درلود. په دې کتنه کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر د ا.ا نوم له تور لېست څخه د ایستلو او د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په برخه کې د روسیې هېواد د هڅو ستاینه کړې ده. د روسیې دې لوړ پوړي پلاوي د افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستایلې دي. دفاع وزارت ویلي، چې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه ټینګار کړی.