د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د «امسيسيټي» او «امجېاېام» چينايي شرکتونو له رییسانو سره کتلي دي. په دې کتنه کې د «امسيسيټي» شرکت رییس لیو جون، د پلاوي په استازيتوب خبرې کړي او ويلي يې دي چې چې د مسو د استخراج په بهير کې باید د اطلاعاتو او کلتور او د کانونو او پټرولیم وزارتونو ګډ استازي له دوی سره له نږدې کار وکړي، تر څو د استخراج په جریان کې فعالیتونو ته چټکتیا وروبښي. دغه راز د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي چې دغه وزارت د خپل تخنیکي ټیم پر مټ، له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ په مس عینک سیمه کې چارې مخته وړي. د کتنې په پای کې، ياد پلاوي خپلې غوښتنې شريکې کړې، چې د سرپرست وزير له لوري ورته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.