د افغانستان او ترکمنستان د مسوولینو ترمنځ، د افغانستان خاورې ته د ټاپي پروژې د اړینو تجهیزاتو او نل لیکو د انتقال لپاره د موقت بندر د جوړېدو په اړه ناسته شوې ده. په ناسته کې دواړو لورو د موقت بندر پر تخنیکي جزیاتو هر اړخیزې خبرې کړې او افغان لوري د بندر د جوړېدو لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی دی. ویل شوي چې افغان او ترکمن مسوولینو د جوړېدونکي بندر او دغه راز د ترکمنستان په سرحدآباد کې د ټاپي لپاره د انتقال شویو نل لیکو او تجهیزاتو د انبار ساحې له نږدې لیدلې دي.