په پاکستان کې د عمران خان په ملاتړ لاریونونو کې تر دې دمه یو پولیس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، وروسته له هغې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوې چې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ لاریون په اخ و ډب اوښتی دی. د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ په تاوتریخوالي د لاریون اوښتل، د عمران خان د ګوند غړو له لوري هم تایید شوي دي. دغه لاریونونه څه باندې دوه ورځې وړاندې پیل شوي او لاریون کوونکي له پاکستاني حکومت څخه غواړي چې پخوانی لومړی وزیر، عمران خان راخوشې کړي.